له ننګرهارولايت نه مو خبر ترلاسه کړ چې په حصارک ولسوالۍ کې داسلامي امارت له مجاهدينو سره 3 تنه عسکر يوځای شوي دي.
په خبرکې ويل شوي عسکر هر يو نيازمحمد د محمدظاهر زوی چې په هلمندکې له اجيري اردو سره وو، هاشم د محمود زوی چې په کونړ کې له پوليسو سره کار کاوه او يار محمد د حاجي ګل عالم زوی چې په حصارک ولسوالۍ کې له اربکيانو سره دنده ترسره کوله، دغه راز په بټي کوټ ولسواولۍ کې رضوان الله د نظرالله زوی چې د مزار په قول اردوکې وو، د اسلامي امارت د جلب او جذب کميسيون د دعوت او سيمه ييزو مجاهدينو د هڅو په برکت داسلامي امارت له مخالفت نه لاس په سر او مجاهدينو سره يوځای شول.
يادو عسکرو وعده وکړه چې نور به په ګوډاګۍ اداره کې يرغلګرو ته د خدمت په ځای له خپلو مجاهدينو وروڼو سره اوږه په اوږه د دين او وطن دفاع ته مټي را بډ وهي.
2013-12-02
افغانستان